د بهرنيو چارو وزير په سر کې پاکستاني ديپلومات ته ښه راغلاست ووايه او هيله يې څرګنده کړه چې د ده بېرته راتګ به د دواړو هېوادونو پر ديپلوماتيکو اړيکو ښه اغېز ولري.
متقي صاحب په کراچۍ کې د ډېری افغان بنديان خوشې کیدل یو ښه ګام وباله او غوښتنه يې وکړه چې پاته نور بندیان هم له اختر مخکې آزاد شي.
مولوي امير خان متقي همداراز ښاغلی نظاماني وهڅاوه ښاغلي عبيدالرحمن نظاماني هم هيله څرګنده کړه چې بيرته ستنيدو سره به يې د دواړو هيوادونو اړيکو کې ښه والی راشي او زياته يې کړه چې سفارت به يې د افغانستان بهرنيو چارو وزارت سره په ګډه د ويزو د تسهیل پر يوه ميکانيزم کار وکړي.