۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر متقي سره د افغانستان لپاره د بریطانيي شارژده پير ښاغلي رابرټ چاترټن ډکسن وکتل او پر ګڼو موضوعاتو یې سره خبرې وکړې.

د کتنې په پیل ښاغلي ډکسن افغانستان ته په راتګ خوښي څرګنده کړه او ویې ویل؛ وروسته له لسیزو افغانستان کي د امن او ثبات په تحکیم سره فرصت رامنځته شوی چې ترې په استفاده په تجارتي، صحي او تعلیمي برخو کي پرمختګونه وشي او زه هیلمند یم چې د بریطانيي او افغانستان ترمنځ په اړیکو کې به ښه والی راشي.
ښاغلي ډکسن دغه زار زیاته کړه چې په افغانستان کې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره د اسلامي امارت هوډ او ژمنتیا قابل درک ده او د مخدره موادو د بندښت په اړه اخیستل شوي ګامونه اغېزمن دي.
همدازار په ناسته کې محترم متقي صاحب د بریطانيي هیواد هغه دریځ ( چې څه موده وړاندي یې څرګند کړی وو)چې د افغان حکومت په وړاندي به د مسلحو مخالفینو څخه ملاتړ نکوي وستایه او زیاته یې کړه چې بریطانیه باید په غټ زړه په جرآتمندانه ډول سره تعامل ته را وړاندي شي. متقي صاحب وویل؛ اسلامي امارت یو ولسي خوزښت دی، د تعامل پالیسي او د یوه مسؤل حکومت صلاحیت لري، هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت په هکله دي تګلاره د رسنیو د بې بنسټه راپورونو په اساس نه بلکي په واقعبین او حقیقي ډول د متقابل دروناوي په نظر کي نیولو سره غوره شي.
همدارنګه د بهرنیو چارو وزیر به برېطانیه کې د میشتو افغانانو د ستونزو د هواري او سالموغوښتنو ته د لاسرسي په پار هیله څرګنده کړه چې لندن کې قونسلي خدمات پیل شي تر څو افغانانو ته خپل حقه حقوق ورسیږي.
په پای کې د ورته ناستو په تسلسل ټینګار وشو، د ښکېلتیا او دوه اړخیزو همکاریو په باب په هغو مواردو خبرې وشوې او نقطې په ګوته شوې چې دواړه هیوادونه به وکولای شي پکې رغنده، ګټور او اغېزمن ګامونه واخیستلای شي.