پدې کتنه کې د چين سفير وويل دوی له افغانستان سره خپلې اړيکې نورمال ساتلي او غواړي دغه اړيکې لا پياوړي شي.نوموړي زیاته کړه چي د مئ په ۲۴م به د افغانستان-چين ترمنځ مستقيم پروازونه پيل شي، همدارنګه به د مس عينک کان ابتدايي چارې چټکې شي، د افغانستان څخه چين ته د صادراتو خصوصا انارو کچه زیاتوو او د جمهوريت روغتون د بيا رغونې تر څنګ په افغانستان کې “ارزان بيه کورورنه” پروژه هم افتتاح شي.ښاغلي متقي د چين له دغو ګامونو هرکلی وکړ، د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د پروازونو پيل د اړيکو د لا پياوړتيا لپاره يو ښه فرصت وباله او د ويزو په ورکړه کې د لا اسانتياوو غوښتنه وکړه.
همدارنګه په دې ناسته کې په نورو دوه اخيزه مسائلو هم بحث وشو.