د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر د سیچوان د انرژي د پانګه‌اچونې توسعې شرکت نه لېدنه وکړل

محترم متقي صاحب چین ته د خپل سفر په ترڅ کې د چین د سیچوان ولایت په چینګدو ښار کې د برېښنا رسولو له لوی شرکت څخه لیدنه وکړه او د دغه شرکت له مسوولینو سره یې د افغانستان او چین ترمنځ د برېښنا د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

نوموړي د ياد شرکت مسوولين وهڅول چې د برېښنا په برخه کې خپلې تجربې له افغانستان سره شريکې کړي، او ټينګار يې وکړ چې افغانستان د اوبو، باد، لمريزې او ډبرو سکرو انرژۍ په برخه کې هم ډېر ظرفيت لري او د چین په شمول بهرنيو شرکتونو او پانګوالو د پانګونې لپاره مناسب چاپېريال برابره شوی.