په دې کتنې کې په بېلابېلو هيوادونو کې د افغان مهاجرينو د وضعيت، له پاکستان څخه د افغان مهاجرينو د جبري اېستنې، د قانوني مهاجرت د تسهيل او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.
د بهرنيو چارو وزير د کلونو په اوږدو کې له افغان مهاجرينو سره د مهاجرت نړيوال سازمان له همکاريو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې که څه هم د افغانستان اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د افغان مهاجرينو او راستنېدونکو هيوادوالو لاسنيوي له پاره هېڅ ډول مرسته نه سپموي، مګر د پخوانيو جګړو له کبله مهاجرو شويو افغانانو لوړ شمېر ته په کتلو د هغوی د را په کور کولو په برخې کې د ياد سازمان او نورو نړيوالو مرستندويانو مرستې ته اړتيا ليدل کيږي.
محترم متقي صاحب وويل چې د مهاجرينو له موضوع سره بايد د کوربه هيوادونوله خوا سياسي چلن و نه شي، ځکه چې مهاجرين نه يوازې دا چې پر کوربه هيوادونو بوج نه دي، بلکې د هغوی په پرمختيا او اقتصادي ودې کې د پام وړ ونډه لري.
د مهاجرت د نړيوال سازمان مشرې، آغلې امي پوپ، وويل چې سره له دې چې د ياد سازمان د مشرې په توګه يې د کار لومړۍ مياشتې دي،د افغان مهاجرينو او په ځانګړې توګه د جبري اېستل کيدونو مهاجرينو موضوع وسعت ته په کتلو يې غوره وبلله چې افغانستان ته راشي او هر څه په خپلو سترګو وګوري.
آغلې پوپ د مهاجرت د موضوع په سياسي کولو خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چې د مهاجرت نړيوال سازمان نه يوازې خپلو اصلي هيوادونو ته د مهاجرينو د ستنېدلو، بلکې د قانوني مهاجرت د اسانولو له پاره هم کار کوي. نوموړې وويل چې د دوی هدف له مهاجرينو سره د انساني چلن باوري کول دي، ځکه چې مهاجرت يوازې د مهاجرينو اړتيا نه، بلکې د نړۍ د ډېرو هغو هيوادونو اړتيا هم ده چې د کاري ځواک له کمښت سره مخ دي، او دا چې مهاجرت يو اقتصادي او پرمختيايي فُرصت هم دی.
په پای کې د بهرنيو چارو وزير آغلې امي پوپ ته د هغې په نوې دندې کې د برياليتوب هيله وکړه او د افغان مهاجرينو په برخې کې يې د اسلامي امارت په استازيتوب د هر ډول همکارۍ ډاډ ور کړ.