د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې د چین د ولسي جمهوریت سفیر ښاغلي ژاو شینګ وکتل.

په دې ناسته کې د افغانستان او چین پر دوو اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو مسایلو او افغانستان سره د چین پر بشري مرستو خبرې وشوې.د بهرنیو چارو وزیر چین سره د افغانستان اړیکې مثبتې وبللې او په سیمه‌ییزو او نړیوالو سازمانونو کې یې له افغانستان څخه د چین له ملاتړ مننه وکړه. متقي صاحب وویل، افغانستان ته باید په جګړه کې ښکېل هېواد په نظر ونه کتل شي او په دې اساس د اضافي ځانګړو استازو د ټاکلو اړتیا نه لیدل کېږي.د چین سفیر په بیجینګ کې د چین د رهبرۍ او دیپلوماتانو وروستیو ناستو کې د چین د دریځ په اړه وویل، د نړۍ ګډ راتلونکي لپاره مهمه ده داسې څو اړخیز نړیوال نظم رامنځ ته شي چې واړه او لوی هیوادونه ټول پکې په مساوي ډول خپلې ګټې وساتلای شي.د چین سفیر زیاته کړه چې د چین د بهرني سیاست د اصولو په رڼا کې غواړي‌ افغانستان سره داسې اوږدمهاله ملګرتیا ته دوام ورکړي چې پکې د دواړه اړخونو ګتې تضمین شوي وي.په دې ناسته کې ښاغلي ژاو شینګ هیواد ته د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د خپل حکومت له اړخه ۱۰۰ میلیونه یوان مرستې ژمنه وکړه چې له افغان حکومت سره به په همغږۍ د مهاجرینو د اړتیاوو پوره کولو لپاره وکارول شي.