په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه د پلاوو پر تګ راتګ، دوه اړخیزې سوداګرۍ، له قرارداد سره سم افغانستان ته د وارداتي برښنا پر لېږد هر اړخیزې خبرې وشوې.دغه اراز د بهرنیو چارو وزیر د ازبکستاني پلاوي سره د افغان سوداګرو او د ټرانسپورټي برخې دکارکوونکو ځینې ستونزې شریکې کړې، مقتي صاحب وویل؛ که افغان تجارانو او موټر چلوونکو ته پر وخت ویزې ورکړل شي په دوه اړخیز تجارت کې به لازم پر مختګ رامنځته شي او دواړه هیوادونه به په کافي ډول ترې ګټه پورته کړي .