۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ترکمنستان ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ د ترکمنستان ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف سره ملاقات وکړ

د بهرنیو چارو وزیر د ترکمنستان ملي رهبر ته په افغانستان کې د امنیت، ثبات او د پانګونې او ټرانزیټ لپاره د نویو فرصتونو په تړاو معلومات وړاندې کړل. متقي صاحب د ترکمنستان له ملي رهبر مننه وکړه چې افغانستان سره همکاریو او ښو اړیکو ته ځانګړې پاملرنه لري او دواړه هېوادونه توانېدلي چې په ګڼو برخو کې ښه پرمختګونه وکړي. د ترکمنستان ملي رهبر وویل چې، له افغانستان څخه بشپړ اطمینان لري. ده وویل، افغانستان ته د ګازو او برښنا لېږد ته ځانګړی پام لري او همداراز د رېل پټلۍ د پراختیا په برخه کې به هڅې کوي. جلالتمآب قربانقلي بردي محمدوف راتلونکي اوونۍ په عشق‌اباد کې د افغانستان د توکو نندارتون ډېر مهم او تاریخي وباله او ټینګار یې وکړ چې دواړه لوري ترې ښه ګټه پورته کړي. د ترکمنستان ملي رهبر ژمنه وکړه چې افغانستان سره د سوداګرۍ په ګڼو برخو کې به اسانتیاوې رامنځ ته کړي.