په دې ناسته کې د اسلامي امارت مرکزي وياند محترم مولوي ذبيحالله مجاهد، د افغانستان بانک مرستيال محترم نور احمد اغا، د کورنيو چارو وزارت د مخدره موادو پرخلاف د مبارزې معين محترم ملا عبدالحق همکار او د صنعت او سوداگرۍ وزارت سلاکارانو گډون کړی و.
د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له هدایت سره سم به د اسلامي امارت هیئت د دوحې په راتلونکې ناسته کې د ا.ا. مرکزي ویاند محترم ذبیحالله مجاهد په مشري کډون کوي.
په ناسته کې گډونوالو د دوحې په ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي پر غړو، د افغانستان پر مالي او بانکي نظام بنديزونو، د خصوصي سکتور د پرمختګ په لار کې ننګونو او د مخدره موادو پرضد د افغانستان حکومت پر اقداماتو خبرې اترې وکړې.