د بهرنيو چارو وزير له خپل روسي سيال سره ټيليفوني خبرې وکړې

نن د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي سرګئي لاوروف سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دې مکالمه کې د ا.ا.ا. له رسمیت پېژندنې وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو پر پراختیا او سیمه‌ییزو موضوعاتو خبرې وشوې.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د روسیې فدراسیون له اړخه د افغانستان د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې له پرېکړې د مننې تر څنګ، دا اقدام د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په مسیر کې یو مهم تحول وباله. نوموړي څرګنده کړه چې د رسمیت له اعلان سره نه یواځې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو دروازې پرانیستل شوې، بلکې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام په برخه کې یو بې‌ساری ګام اخیستل شوی دی.
همداراز، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې، سیمه‌ییزو پروژو او ټرانسپورتي دهلیزونو په برخه کې د همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې د ا.ا.ا. رسمیت پېژندنه په سیاسي، اقتصادي او نړیوالو همکاریو کې د دواړو هېوادونو تر منځ بې‌مخینې فرصتونه رامنځته کړي دي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې د عملي نتایجو شاهدان اوسو. ښاغلي لاوروف همداراز، د نشه‌یي توکو د قاچاقو په مخنیوي او امنیت په ټینګښت کې د ا.ا.ا. د هڅو ځانګړې ستاینه وکړه.
ښاغلي لاوروف ټینګار وکړ چې له افغان حکومت سره د تعامل پراخولو لپاره سیمه‌ییز میکانیزمونه کلیدي ارزښت لري، او په همدې تړاو یې د لا ډېرو بحثونو لپاره د مسکو فارمټ په راتلونکې غونډه کې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر ته د ګډون رسمي بلنه ورکړه.