ښاغلي لوتهوري وويل موږ له افغانستان سره تاريخي اړيکې لرو، سږکال به د ديپلوماتيکو اړيکو سل کاله ولمانځو او غواړو چې دا اړيکې دوام ولري، همدارنګ يې زياته کړه چې فرانسه به د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او له نوی حکومت سره تعامل غواړي.د بهرنيو چارو محترم وزير فرانسې سره په مثبتو اړیکو ټینګار وکړ او د صحت، تعلیم او بشری مرستو په برخه کې يې ددوی د مرستو غوښتنه وکړه
د یادونې وړ ده چې دا په لوړه کچه د فرانسې حکومت سره د اسلامي امارت لومړی مهمه ناسته وه او هوکړه وشوه چی راتلونکی که به دا ډول ناستو ته دوام ورکوو.