په دې ناسته کې د ازبکستان او قزاقستان سفيرانو او د ترکمنستان او قرغزستان استازو ګډون کړی و. د بهرنيو چارو وزير د افغانستان او منځنۍ اسيا ترمنځ پر اړیکو، تجارت او اقتصادي اتصال خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې له نوو فرصتونو څخه د ټولې سيمې په ګټه استفاده وشي. د منځنۍ اسيا سفيرانو هم پخپل وار افغانستان سره د خپلو اړوندو هېوادونو د تجارت، ترانزيت، رېل پټلۍ او د افغانستان له لارې د انرژۍ د لېږد په برخه کې په ګډ کار او همکارۍ ټینګار وکړ. په پای کې د یو لړ مشخصو موضوعاتو په اړه نظریات وړاندي شول او د عملي اقداماتو په لارو چارو او د ګډې سيمې د ښېرازۍ لپاره د ګډو هڅو ژمنه وشوه.