د چاپان سفیر په افغانستان کې تر بل هر وخت امنیت ښه وباله او له داخلي عوایدو د نوي کال د بودیجې تصویب د افغانستان اقتصادي پرمتخګ څرګند کړ. ښاغلي تاکاشي اوکادا له افغانستان سره بشري مرستو ته په اشارې سره وویل چې بشري مرستې د دې ښکارندويي کوي چې نړۍ غواړي له افغان حکومت سره تعامل وکړي. جاپاني سفیر دغه راز د زارعت، تعلیم او نورو انکشافي برخو کې د مرستو تر څنګ یادونه وکړه چې هیواد یې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره سلا مشورې کوي تر څو په دې برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي، همداراز یې څرګنده کړه چې هیواد یې له افغانانو سره بشري، انکشافي او نورې همکارۍ له سیاسي برخې سره نه تړي. محترم متقي صاحب د چاپان هیواد د مرستو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې په افغانستان کې د نیمه پاتي پروژو په برخه کې انکشافي مرستې تر سره کړي او د جاپان تبعه افغان خادم ناکامورا ترتیب شوي پلانونه تعقیب او عملي کړل شي. متقي صاحب وویل؛ دا چې نوي افغان حکومت د مخدره موادو سره مبارزه او د معتادینو د تداوۍ چارې پیل کړې دي د جاپان په شمول ټوله نړۍ دي په دې برخه کې صحي، غذايي او هر اړخیز کومکونه تر سره کړي تر څو په دې برخه کي لازیات کار وکړای شو چي د افغان ټولنې تر څنګ نړۍ هم ترې په امن شی.