په دغه کتنه کې ښاغلي ریچارډ بینټ افغانستان ته د خپل راتګ موخه، ورکړل شوی ماموریت او کاري پلان په اړه معلومات وړاندي کړل. محترم متقي صاحب له ښاغلي ریچارډ څخه وغوښتل چې باید په حقایقو ولاړ مستند راپور وړاندي کړي، نه دا چې د رسنیو، مغرضو کړیو او له افغانستان څخه د بهر مخالفو اشخاصو په قول قضاوت وشي. دغه راز متقي صاحب ځانګړي راپور ورکونکي ته د پوهاوي په پار هغه ته د افغانانو د دیني او فرهنګي ارزښتنونو، کلتوري ځانګړنو اړوند معلومات ورکړل تر څو یې د راپور د چمتو کولو او د څېړنو په وخت په نظر کې ونیسي. ښاغلي ریچارډ بینټ د ناستې په پای کې له متقي صاحب څخه ځانګړې مننه وکړه چې د نوي حکومت په راتګ سره یې د مثبتو تحولاتو، فعلي وضعیت، بشري حقونو، او د افغان ټولنې د عامه انځور اړوند مهم معلومات ورسره شریک کړل نوموړي ژمنه وکړه چي راپور به یې په حقایقو بنا وي.