پرون د قطر په مرکز دوحه کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو له وزير سره د المان سفارت لپاره نوماند مشر ښاغلي ستيفن شنيک وکتل او په دوه اړخيزو روابطو يې خبرې وکړې.

ښاغلي ستيفن وويل چې موږ به د افغان ولس سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو او په دې لټه کې يو چې څنګه افغانستان سره اړيکې نورې هم پراخې او راشه درشه زیاته کړو. محترم متقي صاحب ددوی له مرستو مننه وکړه او وېې ويل چې دوه اړخیز مثبت تعامل کولی شي په ډېرو برخو کې اړيکې نورې هم پياوړي او اغېزمنې کړي.