په ياده کتنه کې د قطر سفير وويل: په افغانستان کې د قطر خيريه مؤسيسې د دفتر پرانيستلو نیت لري او ستاسو له منظورۍ سره سم به ياد دفتر پرانيزي چې د دې لارې به دوی په افغانستان کې د اړمنو,کونډو او يتيمانو سره لازمې مرستې کوي. دغه راز ښاغلي سفیر زیاته کړه چې هیواد یې غواړي له افغانستان سره خپلې اړيکې نورې هم پياوړي کړي.
د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي په خپل وار د قطر له همکاريو مننه وکړه،نوموړي ته يې اطمینان ورکړ چې د قطر د خیریه ادارو په فعالیت کی به پوره همکاري وکړی او همداراز يې د مرستو د ويش په برخه کې خپل نظر او همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ناستې په پای کې محترم متقي صاحب د قطر کړې همکارۍ نه هیریدونکې وبللې.