په دغه ننۍ کتنه کې پاکستان ته د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر په مشري د سیاسي او تجارتي پلاوي ترسره شوی سفر مثبت وبلل شو او د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي همکاریو د ودې په باب تعقیبي یادونې ترسره شوې. همدارنګه د متقي صاحب د غوښتنې او ټینګار سره سم په دې ناسته کې د هیوادوالو د تګ راتګ په برخه کې دآسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره د پاکستان د سفارت او د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي ریاست د یوې ګډې کمېټې په جوړېدو توافق وشو، په ځانګړې توګه د لارو په اوږدوکي د تسهیلاتو په راوستو او د د تګ راتګ په برخه کي د خدماتو د وخت په زیاتېدو خبرې وشوې ، دغه راز ښاغلي نظاماني د هغو پاکستاني محصلینو لپاره چې افغانستان ته د زده کړو په موخه راځي د ویزو د وخت د زیاتوالي غوښتنه وکړه چي په اړه یې د تسهیل ډاډ ورکړل شو.
د ناستې په پای کې د دواړو هیوادونو تر منځ په ګنو نورو دوه اړخیزو مواردو خبرې وشوې او د متقابلو اغېزمنو همکاریو په دوام ټینګار وشو.