د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د نړیوالو همکاري لپاره د قطر د دولت وزیرې آغلې لولوة الخاطر سره وکتل.

په پیل کې متقي صاحب د قطر هیواد له کوربتوب څخه د مننې تر څنګ وویل چې قطر هیواد تل له افغانستان سره د دوستانه اړیکو پراختیا ته لومړیتوب ورکړی. متقي صاحب نوموړې ته د افغانستان د تازه وضعیت په تړاو مفصل معلومات وړاندې کړل او هغوی یې وهڅول چې په افغانستان کې د سوري زړونو ماشومانو تداوي، د زراعت په برخه کې د اصلاح شویو تخمونو، دیپلوماتانو او لوبغاړو ته د روزنیزو زده کړو او د لوبو لپاره د لوبغالو په جوړولو کې مرسته وکړي.
ورپسې آغلې لولوة الخاطر د متقي صاحب له راتګ نه مننه وکړه، او زیاته یې کړه چې موږ له افغانستان سره اړیکو ته د قدر په سترګه ګورو، په دې وروستیو کې افغانستان ته د قطر هیواد رئیس الوزراء سفر ددې اړیکو د پراختيا ښه ثبوت دی، آغلې لولوة وویل: له نېکه مرغه قطر الخیرية موسسې افغانانو ته په بېلابېلو برخو کې د مرستو په رسولو کې فعالیت پيل کړی او له افغانستان سره په یادو سکتورونو کې لکه روغتیا، زده کړو، کرنې، بدني روزنې او داسې نور بېلابېلو برخو کې مرستې ته ژمن یو، او کوښښ کوو چې له افغان حکومت سره په همغږۍ ژر تر ژره میکانیزم جوړ او یادې پروژې پیل کړو.
ورپسې په قطر کې د افغانستان سفیر ښاغلي دکتور محمد نعیم وردګ د سفارت اړوند ځينې موضوعات مطرح کړل چې د آغلې لولوة له لورې ورسره د بشپړې همکارۍ ژمنه وشوه.