د کتنې په لړ کې ښاغلي ډکسن اوسني رامنځته شوي شرائط د بشري مرستو ترڅنګ د اقتصادي او سیاسي مسایلو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت وباله، او ویې ويل دوی د سوله ییز او باثباته افغانستان غوښتونکي دي، د سیاسي موخو ترلاسه کولو لپاره تاوتریخوالی په کلکه ردوي او دا دریځ یې رسماً اعلان کړی هم دی.
همدازار ښاغلي ډکسن د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي وروستي راپور ددوی په اند متوازن وباله.
محترم متقي صاحب په خپل وار د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پراختيا او په ځانګړي ډول د سوداګرۍ په کچه لوړولو ټينګار وکړ، ترڅنګ یې په یاد هېواد کې د قونسلي خدماتو په اړه د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د موقف یادونه وکړه.
ده همداراز د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي وروستي راپور زیاتره موارد مثبت وبلل خو هغه د وړانديز هغه برخه له اوسنیو شرایطو سره سمه او مناسبه ونه ګڼله چي د افغانستان لپاره دي کوم نوی خاص استازی وټاکل شي.
متقي صاحب وويل: اوس افغانستان په هره برخه کې ورځ تر بلې پرمختګ کوي، له ګاونډيو، سيمي او نړۍ له هېوادونو سره ښې اړيکې لري او هم یې هر چاته د تعامل دروازې پرانيستې دي، نو همدا حالت باید تقویه شي.