د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر محترم مولوي امیرخان متقي سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما مشرې آغلې روزا اوتونبایېوا وکتل.دغه کتنه کې دواړو لوریو د راستنېدونکو کډوالو پر اړتیاو، نړۍ په ګوټ ګوټ کي د میشتو افغانانو پر ستونزو، په هیواد کې د راغلو پرمختګونو، د خصوصي سکتور پر ودې، د پانګونې پر جلب او یوشمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د یوناما همېشنۍ مرستې وستایلې او د همکارۍ ډاډ یې څرګند کړ؛ هغه دغه راز ټینګار وکړ چې په اروپا کې د میشتو افغانانو ستونزو ته دي د افغان حکومت لاسرسی ممکن شي تر څو هغوی ته د قونسلي خدماتو په وړاندي کولو سره د دوی حقوقي موضوعات حل او له بشري حقونو دفاع رامنځته شي.
ده همداراز له یوناما وغوښتل چي خپلو راپورونو کي پر واقعیتونو تمرکز وکړي تر څو په هیواد کې راغلي پرمختګونو او هر اړخیز ثبات له نړیوالو سره شریک شي.آغلې روزا اوتونبایېوا د اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزارت د همکاریو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ملګري ملتونه د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي، هغې زیاته کړه, یوناما هڅه کوي چې راستنېدونکو کډوالو ته د ژوند اسانتیاوو سربېره په افغانستان کي د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په پار د پانګونې جلب ته زمینه برابره کړي.
د یوناما مشري ښکاره کړه چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستې د بشري برخې سربېره انکشافي برخو ته هم غزېدلي دي.آغلې روزا دغه راز ژمنه وکړه چې د ملګرو ملتونو او امنیت شورا په راتلونکو غونډو کې به له نړیوالو سره په افغانستان کي د راغلو پرمختګونو او فرصتونو په تړاو معلومات شر یکوي او د افغان حکومت پیغامونه به لیږدوي.د ناستې په پای کې د افغانستان اسلامي امارت او یونا ترمنځ پر نیژدې او ګډ کار ټینګار وشو.