نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې د افغانستان لپاره د ایران نوي ټاکل شوي سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي وکتل.

د ناستي په پیل کې محترم متقي صاحب نوموړي سفیر ته د نوې دندې مبارکي وویله او د ښه ماموریت د ترسره کولو هیله یې وکړه، ورپسې د دواړو هیوادو تر منځ په سیاسي او اقتصادي، موضوعاتو مفصلې خبرې وشوې چې دواړو لوریو په خپلو خبرو کې د ریښتني ګاونډیتوب او دوه اړخیزو مشترکو ګټو د پاللو هوډ څرګند کړ.
ښاغلي قمي وویل د ابو اهمیت ته په کتو سره باید کوښښ وشي چي اوبه داسي مدیریت شي چي ضایع نه شي او ایران ته خپل حق ورسیږي.
دبهرنیو چارو وزیر د ایران د حق ابې په اړه د اسلامي امارت دریځ واضح کړ چي موږ د افغانستان او ایران تر منځ د ١٣٥١ ھ ش کال د ابو معاهدې ته ژمن یو خو دا چي د بارانونو د کمښت او وچ کالي له امله اوبه کمې شوې دي دا یو واقعي عذر دی، موږ امېد لرو چي د بارانونو په ډیرښت سره به دا ستونزه حل شي.
باید وویل شي چې حسن کاظمي قمي په کابل کې دایران سفارت د سفیر ترڅنګ د یاد هیواد د جمهور ریس د ځانګړي استازي په حیث هم دنده مخته وړي.