۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او مل پلاوي په قطر کې د افغانستان سفارت او سیاسي دفتر کې له افغان سپین ږیرو او قومي مخورو سره وکتل.

متقي صاحب هغوی د هیواد په امنیتي، اقتصادي او تجارتي برخو کې له پرمختګونو څخه آګاه کړل، او و یې وهڅول چې خپلې ستونزې، مشورې او وړاندیزونه ورسره شریک کړي.
ورپسې د هیواد یو شمېر سوداګرو او قومي مشرانو د ښاغلي وزیر صاحب له راتګ او حال اخېستنې څخه د مننې ترڅنګ د اسلامي امارت د سفارت له خدماتو څخه خوښي وښوده، او غوښتنه یې وکړه چې په قطر کې د پاسپورټو د چاپ او وېش لړۍ پراخه شي. متقي صاحب ډاډ ورکړ چې اړونده ادارې ته یې سپارښتنه کړې چې په نژدې راتلونکې کې په قطر کې به د پاسپورټ د وېش پراخه او چټکه شي.
ګډونوالو د بهرنیو چارو له وزیر څخه د قطر هیواد د ویزو، دوحې ته د مستقیمو پروازونو د پیلولو او افغانانو ته د کارموندنې د زمینې مساعدولو غوښتنه وکړه چې د متقي صاحب له لورې ورسره په یادو چارو کې د ممکنو هڅو او همکاريو ژمنه وشوه.
همدا راز متقي صاحب په قطر کې د اسلامي امارت په سیاسي دفترکي له مسئولینو او هیواد والو سره هم ناسته تر سره کړه.