نن د ااا د بهرنیو چارو له وزیر محترم مولوي امیرخان متقي سره د جاپان سفیر ښاغلي تاکاشي اوکاډا وکتل.

دغه کتنه کې ښاغلي تاکاشي اوکاډا په افغانستان کې د نوي افغان حکومت له لوري رامنځته شوی امنیت، مخدره توکو سره مبارزه او اقتصادي ودې په برخو کې ښې لاس ته راوړنې يادې کړې. نوموړي وویل، غواړم د ااا سره د اړيکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره د جاپان حکومت ژمنتیا یو ځل بیا تکرار کړم او هم د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوييمې غونډې په اړه معلومات وړاندې کړم. مونږ په دې برخو کې ستاسو غوښتنې اورو او غواړو چې په دې غونډه کې پرې جدي بحث وکړو. نړېوال له ااا سره د اقلیم بدلون، د اوبو مدیریت، تاریخي اثارو، تروريزم او روغتیا په برخو کې همکاری ته لېواله دي.

ورپسې د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي د جاپان سفیر له معلوماتو مننه وکړه او زیاته يې کړه چې په راتلونکې وخت کې مونږ د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د ډېپلوماتیکو اړیکو پراختیا او د اقتصادي فرصتونو څخه د ګټورې استفادې لپاره اهداف ټاکلي دي. د ااا د امنيت ټينګښت، سیاسي او اقتصادي اړیکو په پراختیا، د مخدره توکو په مخنیوي، د معتادینو په درملنه او روغتیايي خدماتو په برخو کې ګټورې لاس ته راوړنې درلودلي دي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ااا او نړېوالې ټولنې ترمنځ د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې، د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو نه تهدید، د امنیت ټينګښت او نورو برخو کې ډېر موضوعات حل شوي دي او اوس د تعامل لپاره يوه ښه د اعتماد فضا رامنځ ته شوې ده.

په پای کې دواړو لوریو د اړیکو په پراختیا او د همکاریو په پیاوړتیا ټينګار وکړ.