د بهرنیو چارو وزیر د چین نوي سفیر ته د مبارکۍ ترڅنګ په خپل نوي ماموریت کې د بریا هیله څرګنده کړه. متقي صاحب د چین نوي سفیر ته د بهرنیو چارو وزارت له خوا د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او چین ترمنځ دوې اړخیزې اړیکې ځانګړې وګڼلې او زیاته یې کړه چې د چین ولسي جمهوریت له خوا د افغانستان اسلامي امارت لپاره د ښاغلی جام شینګ د نوي سفیر په توګه ګومارنه معنالرونکی اقدام دی او د پام وړ پیغام لري.
مولوي امیر خان متقي هیله څرګنده کړه چې د چین د نوي سفیر له معرفي کېدو سره به د افغانستان او چین ترمنځ دوې اړخیزې اړیکې خپلې لوړې کچې ته ورسېږي او پاتې ګامونه هم پورته شي. متقي صاحب وویل، چې اوس د افغانستان او چین د دوو اړخیزو اړیکو د غوړېدو لپاره ډېر فرصتونه رامنځ ته شوي دي چې دواړه لوري ترې ښه ګټه پورته کړي.
د چین نوي سفیر هم په خپل وار وویل، چې افغانستان کې د سفیر په توګه د کار پیل ویاړ بولي او د چین د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي وانګ يي نېکې هیلې يې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته وړاندې کړل.
ښاغلي جاو شینګ هم په ګڼو مواقعو کې د چین ولسي جمهوریت په تړاو د افغانستان له مثبت دریځ هرکلی وکړ او په ځانګړې توګه یې د واحد چین د سیاست له کبله د افغانستان د ملاتړي دریځ مننه وکړه.
د چین نوي سفیر وویل، چې هېواد یې د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او هېڅکله به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
همداراز د چین سفیر وویل، چې تېرو دوو کلونو کې افغانستان د پام وړ اقتصادي پرمختګ کړی دی، امنیت بهتره شوی دی او د جرایمو پرخلاف ښه مبارزه شوې ده.
د چین سفیر وویل، افغانستان په تېر دوو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې جوړې کړې دي.
د چین سفیر خپله ژمنه تکرار کړه چې د چین د سفیر په توګه به د افغانستان او چین د دوو اړخیزو اړیکو د پياوړتیا لپاره لا زیاتې هڅې کوي.