افغانستان لپاره د پاکستان هیواد شارژدافېئر محترم عبیدالرحمن نظاماني د ا.ا.ا. بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

په دې کتنه کې د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ د تورخم دروازې پر ستونزو، په پاکستان کې د افغان مهاجرو د نیونې او په کراچي ښار کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي اموالو د بندیز په اړه مفصلې خبرې وشوې.
په دې کتنه کې دواړو لوریو ټینګار وکړ چې پورتنیو موضوعاتو د حل په اړه ژر تر ژره اقدامات ترسره شي، او په راتلونکي کې د دې ډول پېښو د رامنځته کېدو مخنیوی وشي.