په دې ناسته کې دواړو خواوو د افغانستان او چين پر دوو اړخيزو اړيکو او د ديپلوماتيکو اړيکو د سطحې پر لوړولو، نويو سوداګريزو دهليزونو، او ګڼو سيمهييزو مسايلو هراړخيزې خبرې وکړې.
دواړو د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان-چين-پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ميکانيزم ګډي ناستې ګټورې وبللې او هيله يې څرګنده کړه چې دا ډول ناستي دوام پیدا کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزير د چين لخوا افغانستان ته په رسمي ډول د سفير معرفي په دوو اړخيزو اړيکو کې ښه پرمختګ وباله.
د چين د بهرنيو چارو وزير وويل، چې افغانستان سره يې ديپلوماتيکې اړيکې د هېڅ بل هېواد تر اغېزې لاندې نه دي او چین به افغانستان سره خپلې دوديزې ملګرتیا ته دوام ورکړي.
ښاغلي وانګ يي همدارنګه چمتووالی وښود چې د افغان حکومت د حکومتولۍ او ظرفيت لوړونې په موخه به همکاري کوي.