نن د ا.ا.ا د بهرنيو چارو له وزير محترم مولوي امیر خان متقي سره د افغانستان لپاره د ترکيې جمهوري هېواد نوي سرپرست سفير ښاغلي جنګ اونال وکتل.

د کتنې په لړ کې محترم مولوي امير خان متقي د ترکيې نوي سرپرست سفير ته د ښه راغلاست تر څنګ په چارو کې د بريالیتوب هیله وکړه، د افغانستان او ترکیې پر مشترکو تاریخي، دیني، کلتوري، سیاسي او اقتصادي اړيکو یې رڼا واچوله، او هيله يې څرګنده کړه چې نوموړی به د افغانستان او ترکيې د اړيکو په لا پراختيا او پياوړتيا کې ښه کردار اداء کړي.
د ترکيې نوي سرپرست سفير دلیدنې په پیل کې په ورستيو کې په هرات ولايت کې د زلزلې له امله شهيدانو او ټپيانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او په دې برخه کې د لا زياتو مرستو يادونه وکړه او ويې ويل چې ترکيه به هميشه له افغانستان سره ولاړه وي. ښاغلي “اونال” د دواړو هېوادونو د ښو او پياوړو علاقاتو د يادونې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د دواړو هېوادونو د اړيکو په لا پراختيا کې به رغنده رول ولوبوي.
په پای کې د بهرنیو چارو وزیر له افغانانو سره د ترکيې هېواد خواخوږي وستايله او د دوی له مرستو څخه يې مننه وکړه.