۳۰ ذُو ٱلْحِجَّة ۱۴۴۵

‏د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي په استانبول ښار کې د اي ها ها (iHH) خيريه بنسټ په مرکز کي ددې بنسټ له مشرتابه سره وکتل.

محترم متقي صاحب له افغانستان سره ددې بنسټ له کومکونو د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ چې ددوی د فعاليتونو لپاره به هر ډول آسانتياوې رامنځته کړي.‏ددې بنسټ مشرتابه د اسلامي امارت له خوا ددوی د کارونو څخه د ملاتړ مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې خپله پوره هڅه به وکړي ترڅو په افغانستان کي خپله کاري ساحه لا پراخه کړي.