نن له غرمې مخکې په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې پر دوو اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو، وروستیو سیمه‌ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه هراړخیزې خبرې وشوې. همداراز په دې کتنه کي په تعلیمي او فرهنګي موضوعاتو هم خبرې وشوې.