په کابل کې د ترکمنستان سفیر ښاغلي خواجه عوضوف د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

په دې کتنه کې د افغانستان او ترکمنستان پر دوو اړخیزو اړیکو، په ځانګړې توګه پر اقتصادي مسایلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویو پروژو په اړه هراړخیزې خبرې وشوې.