په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران د وروستیو اقتصادي دوه اړخیزو پرمختګونو، په ایران کې د افغان مهاجرینو د ستونزو او د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي همکاریو په اړه مفصل بحث وشو.
محترم متقي صاحب ایراني پلاوي ته له ښه راغلاست ویلو وروسته په ایران کې د افغان مهاجرینو د حقوقي او قضايي ستونزو د جدي حل او د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو اغېزمنه پالنه اړینه وبلله.
ښاغلي قمي د خپلو خبرو په پیل کې ایران ته د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت په مشرۍ د افغان لوړ پوړي پلاوي له ورتګ او د دوه اړخیزو همکاریو د پرمختګ یادونه وکړه، زیاته يې کړه، چې سیمه اییز اتصال او د اقتصادي همکارۍ وده به د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې او غښتلې کړي.
په ناسته کې د افغانستان او ایران د هر اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پرمختګ په برخه کې په دوه اړخیز جدیت او د رغنده کړنو په تر سره کولو ټینګار وشو.