د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره د افغانستان لپاره د روسیې فدراسیون د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي ضمیر کابلوف وکتل

په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې ترمنځ پر دوو اړخیزو سیاسي او اقتصادي مسایلو، په دوحه کې د م.م. په نوښت د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو په ګډون د راتلونکې ناستې او پر سیمه‌ییزو مسایلو خبرې اترې وشوې. په سر کې د بهرنیو چارو وزیر په سیمه‌ییزو او نړیوالو ناستو کې د روسیې له ملاتړي دریځ قدردانی وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سیاسي اړېکو او سوداګرۍ پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ. متقي صاحب وویل، چې د افغانستان اړیکې د سیمې له هېوادونو سره مخ په غوړېدو دي او اوسمهال افغانستان د سیمې له نژدې ټولو هېوادونو سره فعال سفارتونه لري. د بهرنیو چارو وزیر روسیې سره د افغانستان اړیکې مهمې وبللي.او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان اوسني ځمکني واقعیتونه باید درک شي او اوس په افغانستان کې داسې شرایط نه دي واکمن چې د ملګرو ملتونو لخوا د کوم ځانګړي استازي اړتیا دې وي. متقي صاحب زیاته کړه، چې د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو سره په خبرو بوخت دی، په دوحه کې د راتلونکې ناستې د اجنډا او ترکیب په اړه له کافي وضاحت وروسته به خپل دریځ څرګند کړي. د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي پر خپل وار ټینګار وکړ چې هر ډول ناسته چې د افغانستان په اړه جوړېږي، باید د افغان حکومت هوکړه په کې اخیستل شوې وي. ښاغلي ضمیر کابلوف وویل، د دوحې په راتلونکې ناسته کې هم مهمه ده چې ملګري ملتونه د افغانستان د حکومت توافق ولري. ده ټینګار وکړ چې د افغانستان د حکومت له هوکړې پرته دا لړۍ کومه پایله نه شي لرلای. ده وویل، د نړۍ دولتونه د تماس د څو اړخیزو میکانیزمونو پر ځای باید د افغانستان حکومت سره د دوو اړخیزو میکانیزمونو له لارې اړیکې وپالي. ښاغلي کابلوف ټینګار وکړ، چې امریکا باید د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ ازادي کړي او پر بانکي نظام یو اړخیز او غیرقانوني بندیزونه پای ته ورسوي او خپل مسؤولیتونه ترسره کړي. د روسیې ځانګړي استازي وویل، چې دواړه هېوادونه باید لا زیاته همغږي ولري. ښاغلي کابلوف هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د روان کال په اوږدو کې مسکو ته سفر وکړي.