د بهرنیو چارو له وزیر سره د پاکستان ځاگړي استازي او مل پلاوي وکتل

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره د پاکستان د حکومت ځانګړي استازي محمد صادق خان او مل پلاوي وکتل.
په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان پر دوو اړخیزو اړیکو، د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړولو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او د ولسونو پر چارو خبرې وشوې.
د بهرنیو چارو وزیر وویل، د افغانستان حکومت پاکستان سره د مثبتو اړیکو هوډ لري او ښايي د دواړو ولسونو ترمنځ له شته مشترکاتو څخه په سیاسي، اقتصادي، تجارتي او ټرانزیټي برخو کې ښه ګټه پورته کړو.
مولوي امیر خان متقي وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري او ټرانزیټي تبادله هغه مهال لا وده کولای شي چې د حکومتونو ترمنځ همغږي زیاته، د اتباعو ترمنځ تګ راتګ اسانه او د شته ستونزو د اواري هڅه وشي.
ښاغلي صادق خان د بهرنیو چارو وزیر ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سلامونه او نېکې هیلې ورسولې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ یې پر مثبتو اړیکو ټینګار وکړ.
د پاکستان ځانګړي استازي افغانستان کې موجود امنیت د پاکستان او سیمې په ګټه وباله او د سفر موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي، تجارتي او ترانزیټي برخو کې د اړیکو پیاوړتیا او د ستونزو اواری یاد کړل.