د بهرنيو چارو وزير د عمان سلطنت د سوداګرۍ وزیر سره وکتل

د افغانستان ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیر خان متقي د عمان سلطنت د سوداگرۍ، صنعت او پانگونې وزیر ښاغلي قیس بن محمد الیوسف سره په پلازمېنه مسقط کې وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ پر لارو چارو خبرې وکړې.

په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او عمان ترمنځ د سوداګریزو پلاوو او خصوصي سکټور ترمنځ پر تبادلې هوکړه وکړه. همداراز دواړو لوریو د افغانستان او عمان تر منځ د صادراتو او وارداتو پر پراختیا، د کرنې او د خوړو مصؤونیت سربېره پر سوداګریزي راکړه ورکړې او ټرانسپورټ
هم د نظر تبادله وکړه، او هوکړه وشوه چې گډ کاري ټیمونه او سکتوري ادارې به د یادو برخو تخنیکي خبرې پيلوي.