نن د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې د قطر دولت شارژدافیر ښاغلي مُردِف القاشوطي وکتل.
په دې ناسته کې د افغانستان او قطر پر دوو اړخیزو اړیکو، متحده ایالتونو سره پر وروستیو پرمختګونو او پر یو لړ نورو مسایلو خبرې وشوې.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر متحده ایالتونو سره وروستی پرمختګ مهم وباله او د قطر دولت له اسانچارۍ او همکارۍ یې هم مننه وکړه.
مولوي امیر خان متقي قطر سره د افغانستان اړیکې مخ پر ودې وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو اړیکې لا زیات پرمختګونه ولري.
د قطر شارژدافیر پر خپل وار د ا.ا.ا. بهرنیو اړیکو کې پرمختګونه مثبت وارزول او افغانستان سره یې د خپل هېواد د همکاریو ژمنتیا تکرار کړه.