په کابل کې د جاپان سفیر تاکویوشي کورمایا د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.
په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، د جاپان په همکاریو او نورو نړیوالو مسائلو خبرې وشوې.
په پیل کې د بهرنیو چارو وزیر وروستیو ديپلوماتیکو پرمختګونو ته په اشاره وویل: چې له سيمې او نړۍ سره مو تعاملات ښه لور ته روان دي او اسلامي امارت د خپل متوازن، نورو ته د ضرر نه رسولو او اقتصاد محوره پالیسي له مخې له ټولو جهتونو سره ابرومندانه اړیکو ته لیواله دی.
همدا راز د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې جاپان ته د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړي هیئت سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره رغنده ګام وګاڼه او ویې ویل: دا ډول تعاملات باید دوام ومومي، ترڅو د دوه اړخیزو همکاریو په برخه کې عملي پرمختګونو ته لاره هواره شي.
د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: دا مهال په افغانستان کې د سر تاسري امنیت په ټینګیدلو سره د پانګونې ګڼ فرصتونه رامنځته شوي دي او جاپان کولای شي چې په لویو پروژو کې پانګونه وکړي.
د جاپان سفیر ښاغلي تاکویوشي کورمایو وویل: په وروستیو کې جاپان ته د افغانستان اسلامي امارت د هیئت سفر یو مثبت ګام و او هیله یې څرګنده کړه چې یاد سفر به د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو په برخه کې مهم رول ولوبوي. ښاغلي کورمایا د نشهيي توکو د کښت او تولید پر ضد د قوي مبارزې ستاینه وکړه او د بدیل کښت په اړه یې د جاپان د همکاریو ډاډ ورکړ.همداراز، نوموړي د دوحې پروسې د کاري ګروپونو یادونه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ ګډ کار به ښې پایلې ولري.