د بهرنیو چارو له وزیر سره د روسیې سفیر وکتل

ښاغلي سفیر د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر ته د روسیې د سترې محکمې هغه تصمیم رسما ابلاغ کړ چې له مخې یې د افغانستان اسلامي امارت چې پخوا د «طالبانو غورځنګ» په نوم یادېده، د ممنوعه ډلو له لست څخه وویستل شو.

ښاغلي سفیر یاد تصمیم د روسیې او افغانستان تر منځ په اقتصادي او سیاسی برخه کې د اړیکو د پرمختګ لپاره یوه تاریخي پرېکړه یاده کړه.‌

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د روسیې فدراسیون د حکومت د دې ګام ستاینه او مننه وکړه او یاد اقدام یې د افغانستان او روسیې تر منځ د اړیکو په برخه کې د پام وړ پرمختګ یاد کړ.
همداراز، ښاغلي وزیر څرګنده کړه چې له یادې پرېکړې سره د دواړو هیوادونو تر منځ د لا زیاتو سیاسي او اقتصادي همکاریو مخ ته یواځینی پاتې خنډ هم له منځه ولاړ.