د م.م. سرمنشي مرستیال د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

په دغه کتنه کې له ګاونډيو هيوادونو څخه د راستنېدونکو هيوادوالو، د اقليمي بدلون د ناوړو اغېزو او طبيعي آفتونو پر وړاندې چمتووالي،‏ له مخدره موادو سره د مبارزې، کروندګرو ته د بديل معيشت برابرولو، د معتادينو د درملنې، له بشري څخه پرمختيايي ته د مرستو د بڼې بدلولو، د مرستو په وړاندې کولو کې د اقتصادي مثمريت رامنځ ته کولو، او د مرستو د اغېز د زياتوالي په موخه له داخلي توليداتو او ظرفيتونو څخه د ګټې اخيستنې، د مرستو د تطبيق د پروسو ساده کولو او لنډولو، د مرستو په تطبيق کې د افغانستان د خلکو د لومړيتوبونو او د مرستندويه ادارو او اړوندو حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د پياوړتيا او ګڼو نورو موضوعاتو باندي خبرې وشوې.

د هېواد د بهرنيو چارو وزير وويل چې په افغانستان کې له لسيزو جګړو، بې امنيتۍ، مخدره موادو او د جګړې د نورو ناوړو اغېزو له ختمونې وروسته د افغانستان اسلامي امارت کلک هوډ لري چې هيواد په بېلابېلو ډګرونو کې پر خپلو پښو ودروي او د افغانستان خلک بشري مرستو ته اړتيا څخه خلاص شي. خو څرنګه چې دغه تحول وخت څه اړتيا لري لا هم بهرنيو مرستو ته اړتيا شته، او غوښتنه يې وکړه چې د افغانستان د خلکو لاسنيوي ته ادامه ورکړل شي، مرستې د افغانستان د خلکو له اړتياوو او لومړيتوبونو سره عيارې او په داسې ډول ولګول شي چې پر داخلي بازار، اقتصادي ودې، او داخلي ظرفيتونو اوږدمهاله مثبت اغېز ولري.

ښاغلي ټام فليچر، د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې ملګري ملتونه او د افغانستان حکومت د نړيوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د اړيکو د عادي کېدلو، امنيت، سيمه‌ييز ثبات، اقليمي بدلون، له مخدره موادو سره مبارزې، او نورو برخو کې د ګډو اهدافو له پاره کار کوي او زياته يې کړه چې له دې وروسته به د مرستو د تطبيق په برخه کې اصلي پرېکړه کوونکي ځايي خلک او د مرستو ترلاسه کوونکي وي.
نوموړي وويل چې له بشري مرستو څخه پرمختيايي او بنسټيزو کارونو ته د مرستو د نوعيت بدلول او د افغانستان د خلکو د لومړيتوبونو په پام کې نيول به د دوی له اهدافو څخه وي.

په پای کې د بهرنيو چارو وزير د اسلامي امارت په استازيتوب د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او دواړو لوريو د نړيوالو مرستو د مؤثريت او مثمريت د زياتولو په موخه د همغږۍ پر زياتوالي او ګډ کار هوکړه وکړه.