د بهرنیو چارو له وزیر سره د هند ځانگړي استازي وکتل

د هند جمهوریت بهرنیو چارو وزارت خاص استازي او د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې عمومي ‏رئیس آنند پرکاش د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره ‏وکتل.‏

په دې ناسته کې د دواړو هیوادونو تر منځ پر دوه اړخیزو ‏سیاسي اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او وروستیو سیمه‌ییزو سیاسي حالاتو په تړاو خبرې وشوې.‏
د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هیوادونو تر منځ د ديپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو پر ‏پراختیا ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې افغانستان کې اوسمهال د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر دي ‏او هندي پانګوال دې له دغه فرصتونو څخه په استفادې په افغانستان کې پانګونه وکړي. ‏

د بهرنیو چارو وزیر همدا راز وویل: چې د افغانستان او هند تر منځ د خلکو تګ راتګ په برخه کې باید ‏اسانتیاوې رامنځته شي او ‏‎د سوداګرو په شمول دې ناروغانو او محصلینو ته د ویزو ورکړه عادي حالت ته راوګرځول شي. ‏
ښاغلي آنند پرکاش وویل: چې هېواد ته یې له افغانستان سره اړیکې مهمې دي او هیله ‏مند دی چې په مختلفو برخو کې اړیکې نورې هم پراخې کړي. ‏

نوموړي وویل چې هند به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او غواړي چې په ځینو ‏زیربنايي پروژو کې هم پانګونه وکړي او هغه پروژې چې د څه مودې راهیسې ولاړې دي، ‏چارې يي بېرته پیل کړي.‏
په پای کې دواړو لوریو د اړیکو پر پراختیا د پلاوو پر تګ راتګ او د ویزو په برخه کې په اسانتیاوو راوستلو او دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ.