د بهرنيو چارو وزير د حماس رهبري شورا له مشر سره وکتل

‏د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي نن په دوحه کې د حماس جهادي غورځنگ د رهبري شورا له مشر محترم اسماعيل درويش او نورو مشرانو سره وکتل.

په دې ناسته کې د غزې غميزې شهداوو ته د دعا ترڅنگ د هغوی مبارزه او ثبات وستايل شول او په غزه کې د اسراييلي رژيم نسل‌وژنه او د ډله‌ييزې لوږې غير انساني چلن وغندل شو.

د هېواد د بهرنيو چارو وزير وويل افغان ولس د فلسطيني ورور ولس د مشروع مبارزې ملاتړ کوي او د بريا هيله ورته کوي.