په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو پر دوو اړخيزو اړيکو او ايران کې مېشتو افغان مهاجرينو په اړه خبرې وشوې.د ايران ولسمشر دواړه هېوادونه ښه گاونډيان وبلل او ويې ويل چې هېواد يې چمتو دی په ټولو برخو کې افغانستان سره اړيکې پراخې کړي.
ښاغلي مسعود پزشکيان همداراز د دواړو هېوادونو پر نږدېوالي ټينگار وکړ او افغان مهاجرو ته يې د اسانتياوو په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړ.د هېواد د بهرنيو چارو وزير د دواړو هېوادونو پر مثبتو اړيکو او نږدې همکاريو ټينگار وکړ، د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د تجارت پر زیاتوالي، مخدره موادو د قاچاق پر کنټرول او سیاسي اړیکو پر پراختیا تاکید وکړ او غوښتنه يې وکړه چې د مهاجرينو د ستنولو بهير په تدريج ترسره شي، او د هغوی چارې او پانگه زيانمن نه شي.