د بهرنیو چارو وزیر د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ګډه ناسته ترسره کړه

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي د چین د ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي وانګ یي او د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي اسحاق ډار سره ګډه ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د افغانستان – چین – پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ د راتلونکې شپږمې ناستې په اړه بحثونه تر سره شول.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د دواړو هیوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمې وبللې او هیله یې وښودله چې راتلونکي کې په یادو برخو کې ښه پرمختګونه وشي.

د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متقابل احترام په اساس د اړیکو د لا پرمختګ ډاډ ورکړ.
په پای کې درې واړو لورو د هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ په زیاتوالي او د ترانزټ په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو هوکړه وکړه.