د بهرنيو چارو وزير سره د‌ م.م. د مخدره توکو او جرمونه د چارو ريیس وکتل

نن د ا.ا.ا. بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو د دفتر (UNODC)عملیاتي رئیس ښاغلي بو ماتیاسن او ورسره مل پلاوي وکتل.په دغه لیدنه کې د نشه‌يي توکو د کښت، تولید، قاچاق د مخنیوي او معتادینو د درملنې په تړاو د اسلامي امارت د مؤثرو اقداماتو او لاسته راوړنو په اړه مفصلي خبرې وشوې.

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د مخدره توکو په وړاندي د ا.ا.ا. مبارزه تاریخي وبلله او زیاته یې کړه چې د هېواد ټول ارګانونه او امنیتي ځواکونه په جدي ډول د دغې پدیدې سره د مبارزې هوډ لري او اجازه نه ورکوي چي یو ځل بیا له دغې پدېدې څخه زموز ټولنه او سیمه متضرره شي.دغه راز د بهرنیو چار وزیر په نړیوالو ږغ وکړ چې افغان کروند ګرو ته د بدیل معیشت، د عایداتو قانوني سرچینې برابرولو او د مالدارۍ، کرنې او کوچنیو تولیدي فعالیتونو د رامنځته کولو په برخه کې همکاري ترسره کړي.

د بهرنیو چارو وزیر اندیښنه څرګنده کړه چې له بهر څخه د نشه‌يي توکو قاچاق د افغانستان لپاره یو جدي ګواښ ګرځېدلی دی او له نړيوالې ټولنې څخه یې وغوښتل چې د یادې ستونزې د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.د (UNODC) دفتر عملیاتي رئیس افغانستان ته خپل سفر مهم وباله او د نشه یي توکو پر وړاندې یې د افغانستان اسلامي امارت پرېکنده اقدامات وستایل او په دې برخه کې یې د شوې مبارزې مثبته ارزونه وکړه. د ناستې په پای کې دواړو لوریو ټینګار وکړ چې د مخدره توکو پر ضد مبارزه باید غیرسیاسي پاتې شي، د بشـري همکاریو روحیه دوامداره وساتل شي او د مخدره موادو د مخنیوي په اړه ناستې باید عملي پایلې ولري.