د بهرنیو چارو وزیر سره د چین هېواد ځانگړي استازي وکتل

د چین د ولسي جمهوریت ځانګړي استازي ښاغلي یوی شیایونگ، د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکاریو او متقابلو ګټو پر بنسټ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا په اړه مفصل بحث وکړ.

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر له اسلامي امارت سره د چین له ملاتړ مننه وکړه، او په ځانګړې توګه یې په اقتصادي برخه کې روان پرمختګونه د روښانه راتلونکي لپاره ښه پیل وباله.
ښاغلي یوی شیایونگ ژمنه وکړه چې هیواد به یې د ښه ګاونډیتوب د اصل له مخې په سیاسي او اقتصادي ډګر کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي.