د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي نن په افغانستان کې د WFP نړيوال سازمان له نوي مشر ښاغلي جان آیلیف سره وکتل. محترم وزیر په افغانستان کې د WFP له خوا د وړاندې شویو مرستو مننه وکړه، او ټینګار يې وکړ چې د بشري عاجلو مرستو تر څنګ دې انکشافي برخې ته هم توجه زياته شي، ښاغلي متقي یادونه وکړه چې اوس په افغانستان کې ډېرې ناخوالې له منځه تللي او د انکشافي پروژو د ترسره کولو ښه فرصت راغلی دی.
ښاغلي جان آیلیف په افغانستان کې د رامنځ ته شوي سرتاسري امنيت څخه خوښي وښوده او دا یې د یاد سازمان د فعاليتونو د لا ښه ترسره کېدو په برخه کي ګټور وګڼل، نوموړي د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د اسلامي امارت له لورې وړاندې کېدونکي خدمات او مرستې له توقع پورته او د ستايلو وړ وبللې، او په دې برخه کې يې د یاد سازمان له خوا د لا ډېرو مرستو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ.
دواړو لوريو د ستونزو د حل په موخه او د مؤثرو مرستو د وړاندې کولو په پار پر ګډ کار ټینګار وکړ، ښاغلي آیلیف زیاته کړه چې WFP سازمان به لا هڅې وکړې ترڅو د انکشافي او بشري مرستو په جلب کې له ډونرانو سره خبرې اترې وکړي او په دواړو برخو کې له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي.