د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي نن په کابل کې د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي وانګ يي سره وکتل.
په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په گڼو برخو کې د دوو اړخيزو همکاريو پر پراختيا خبرې وشوې.
د هېواد د بهرنيو چارو وزير د افغانستان او چين دوې اړخيزې اړيکې مخ پر وده وبللې او چين يې د افغانستان ښه سوداگريز شريک وباله چې په کلني ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزه راکړه ورکړه يو ميليارد ډالرو ته رسېږي.
مولوي امير خان متقي هيله څرگنده کړه چې په نږدې راتلونکي کې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګزیر حجم د پام وړ کچې ته پورته شي.
مولوي امیر خان متقي د افغانستان او چین تر منځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په لړ کې د ټرانسپورتي همکاریو، بانکي اړیکو او د سوداګرۍ بلانس د برابرولو په برخه کې خپل عملي وړاندیزونه هم وړاندې کړل او غوښتنه یې وکړه چې د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا او تخنیکي بحثونو لپار بین الحکومتي کمیسیونونه ګډ کار وکړي.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا یادونه وکړه چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د ګاونډیو پر وړاندې ونه کارول شي.
د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير هم پر خپل وار د دواړو هېوادونو اړيکې مخ پر وده وبللې او گڼو برخو کې يې د همکاريو پراختيا د پام وړ وبلل.
ښاغلي وانگ يي وويل، چې د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې کار کوي ترڅو چین ته د افغانستان صادرات لا زيات کړي.
د چين د بهرنيو چارو وزير زياته کړه، چې هېواد يې لېواله دی چې د کمربند او لارې ستره پروژه کې افغانستان رسما ورگډ شي.
ده همدا راز وويل، چې هېواد يې لېواله دی چې د کانونو د شونتياوو څېړنې او استخراج برخو کې د افغانستان اړوندو ادارو سره همکارۍ لا زياتې کړي.
د چين د بهرنيو چارو وزير وويل چې غواړي روان کال کې د کانونو د استخراج عملي چارې پيل کړي.
ښاغلي وانګ يي ژمنه وکړه چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته به دوام ورکوي او کوښښ به کوي چې د زراعتي محصولاتو او نورو افغاني وارداتو په برخه کې شته خنډونه له منځه یوسي.