د بهرنيو چارو وزير سره دکډوالو په چارو کې د‌ م.م. د عالي کمېشنرۍ رییس وکتل

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ عمومي رئيس، ښاغلي فيليپو ګرانډي، د بهرنيو چارو له وزير، مولوي امير خان متقي، سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لورو هيواد ته د ايران او پاکستان له خوا د جبري راستنېدونکو افغانانو پر ستونزو او له هغوی سره د مرستو په اړه خبرې وکړې.

د بهرنيو چارو وزير وويل چې د جبري را اېستل کيدونکو مهاجرينو ته په کوربه هيوادونو کې د خپلو حسابونو د تصفيې او د خپلو املاکو د خرڅلاو يا انتقال له پاره باید فُرصت ور کړل شي او په دې ګرمه هوا کې زیاتو سهولتونو ته اړتیالري. نوموړي وويل چې حکومت په خپل ټول وس د خپلو خلکو لاسنيوی کوي، مګر د خلکو ستونزې ډېرې زياتې دي او د نړيوالو ادارو مرستو ته اړتيا ليدل کيږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ رئيس، ښاغلي فيلپو ګرانډي، وويل چې دوی به د را اېستل کيدونکو مهاجرينو وضعيت له نږدې وګوري او له هغوی سره به په خپل ټول توان مرسته وکړي. نوموړي وويل چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په تېرو څو لسيزو کې له افغان مهاجرينو سره مرسته کړې او په راتلونکي کې به هم خپلو مرستو ته ادامه ور کړي. د بهرنيو چارو وزير نوموړي ته د اسلامي امارت په استازيتوب د هر ډول همکارۍ ډاډ ور کړي.