د بهرنیو چارو وزیر سره د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان مشر ولیدل

د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان مشر ډاکټر محمد بن عبدالکریم العيسی کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي سره ولیدل.
په دې ناسته کې په افغانستان کې پر وروستيو پرمختگونو، د اسلامي نړۍ پر يووالي او ورپېښو ننگونو هراړخيزې خبرې وشوې.
په سر کې د‌ هېواد د بهرنيو چارو وزير د فتحې پرمهال د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله لخوا د عمومي عفوې پر سياست، د امنيت او ثبات د ټينگښت او په هېواد کې په ديني او معنوي برخو کې اصلاحات د اسلامي امارت له لاسته‌راوړنو وگڼل.

مولوي امير خان متقي همداراز له اسلامي نړۍ سره په گڼو برخو کې د افغانستان د حکومت پر نږدې اړيکو ټينگار وکړ.
د بهرنيو چارو وزير د اسلامي نړۍ په نږدېوالي کې د سعودي عربي مملکت رول مهم ياد کړ او د اسلامي نړۍ ترمنځ يې نږدې همغږي او همکاري مهم وبلل.

ډاکټر محمد بن عبدالکریم العيسی پر خپل وار په افغانستان کې وروستي پرمختگونه، په ځانگړې توگه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله لخوا عمومي عفو وستايله او دا يې د اسلام د مبارک دين يوه ځانگړې پېرزوينه وبلله.

د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان مشر افغانستان اسلامي نړۍ کې د ځانگړي اهميت لرونکی وباله او د افغانستان اسلامي امارت سره د رابطة العالم الإسلامي ترمنځ منظمې اړيکې او غونډو کې د اسلامي امارت د استازو گډون مهم وبلل.
په پای کي دواړو لوریو د داډول ناستو او تګ راتګ په زیاتوالي ټینګار وکړ.