په دغه کتنه کې ښاغلي شارتر کابل ته په راتګ خوښي څرګنده کړه او له نوي حکومت سره د راغلي مثبت بدلون په تړاو یې وویل چې جنګ ختم شوی، امنیت تأمین شوی، وضعیت عادي دی، بشري مرستې په ښه ډول رسیږي او تعلیمي مراکز خلاص شوي دي.
او زیاته یې کړه چې د برېتانیې هیواد صدر اعظم راته هدایت کړی چې د افغانستان له نوي حکومت سره مو تعامل زیات شي، په تعاملاتو او بشري مرستو کې به زیاتوالی رامنځته کړو، د بشري او بانکي سکتور د ودې لپاره یې د ځانګړو کړو مرستو یادونه هم وکړه.
متقي صاحب وویل؛ د افغانستان نوی حکومت د برېتانیې د بشري مرستو او په تعلیمي برخو کې د همکاریو هرکلی کوي.
برتانوي پلاوي وویل؛ موږ هم غواړو او په نړیوالو هم غږ کوو چې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره دي همکارۍ وکړي او له نوي حکومت څخه هم غوښتنه کوو چې د اقتصادي ودې په موخه دي پلان جوړ او د پانګونې لپاره فرصتونه برابر کړي.
دغه راز یاد پلاوي په افغانستان کې د بهرنیو ډلو د شتون په تړاو یادونه وکړه چي کوم فعالیت ونه لري.
د بهرنیو چارو وزیر د دوی د اندېښنو په اړه وویل؛ موږ تعهد کړی چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هیواد په زیان نه استعمالیږي او نه هم دلته داسي چاته د فعالیت اجازه ورکوو.
متقي صاحب د دوی اندېښنو ته په اشاره وویل ځیني غرضي رسنۍ هڅه کوي په نوي حکومت بې بنسټه تورونه ولګوي تر څو د نړیوالو اعتماد وننګوي او بې باوري رامنځته کړي.
د لیدنې په پای کې هوکړه وشوه چې په دغه ډول تفاهمي ناستو او روابطو کې به پراخوالی راولي.