نن د قطر په پلازمینه دوحه کې د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشري لوړ روتبه پلاوي په دوحه کي میشت د افغانستان لپاره تر لسو زیاتو اروپايي هیوادو له استازو او سفیرانو سره غونډه وکړه.

په ننۍ غونډه کې ناستو اړخونو په افغانستان کې د بشري او صحي وضعیت، تعلیمي بهیر او اړتیاوو په باب طرحې، وړاندیزونه، او معلومات سره شریک کړل. یادو سفیرانو په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له اغیزمنو شویو سره خواخوږي څرګنده کړه: دوی وویل؛ شرایطو ته په کتو سره موږ غواړو چې په افغانستان کې بشري، تعلیمي او صحي مرستې زیاتي شي او د غه راز یې په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت په تړاو خپلې اندیښنې څرګندې کړې. د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې د استازو د ځینو اندېښنو بالخصوص د اقتصادي وضعیت په تړاو وویل چې د امریکا له لورې کنګل شوې شتمني او په بانکي سکتور لګېدلو بندیزونو افغان تجاران له مشکلاتو سره مخامخ کړې دي. دغه راز متقي صاحب ډاډ ورکړ چي د نوي حکومت په راتګ سره د افغان ټولنې د ټولو قشرونو حقه حقوق خوندي شوي دي او په ټولو برخو کې شفافیت رامنځته شوی دی، هغه وویل؛ مسلکي کدرونه جذبیزي، د پخوانۍ ادارې له منسوبینو سره ناسم چلند منفی تبلیغات دي او له هیواد نه وتلي هیوادوال په لوړه کچه بیرته خپل وطن ته راروان دي. متقي صاحب د اسلامي امارت د بشپړ حاکمیت سره په تړاو وویل چې په افغانستان کې امنیت تر بل هر وخت اوس ښه دی، د نظام د مخالفت په بهانه څوک نه زورول کیږي زندانونه مو د تیرو ۴۰ کالو په نسبت خالي دي، په ټول هیواد کې دښمن په حکومتي تاسساتو د برید او سقوط توان ندی پیدا کړی. د ناستې په پای کې د غونډي برخوالو له مجلس څخه خوښي څرګنده کړه یو له بل سره په تعامل او د ورته ناستوپه دوام یې تینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې ناستې دې زیاتې شي.